د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران واشنګټن کې سره ویني

ټاکل شوې ده چې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران سبا چهارشنبه په واشنګټن کې سره وویني.

امریکايي چارواکي وايي، د رکس ټېلرسن او سرګي لاوروف په کتنه کې به د اوکراین او سوریې پر لانجو او همداراز د امریکا-روسیې پر اړیکو خبرې وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه وویل، دوه جګپوړي ډیپلوماتان به د اوکراین د ختیځ د شخړو د پای ته رسېدو او د مېنسک د سولې د موافقې د بشپړې اجرا په اړه خبرې وکړي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر غواړي چې د سوریې د شخړې پر پای ته رسېدو، سوریه‌والو ته د مرستو پر رسولو او پر یوې سیاسي موافقې ټینګار وکړي.

د روسیې نووستي خبري اژانس د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او رکس ټېلرسن د کتنې خبر تائید کړ.