نړیوال بانک: د ۱،۳ میلیونو زیات افغانان د خپل اړتیاو پوره کولو توان نه‌لري

د نړیوال بانک په تازه راپور کې راغلي چې افغانستان کې د بې‌وزلۍ او بې‌روزګارۍ کچه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.

په دې راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ ميلادي کلونو کې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه ۳۶ په سلو کې وه خو په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې دا کچه ۳۹ فیصدو ته لوړه شوې ده.

د نړیوال بانک د دې راپور په وروستۍ برخه کې اندېښنه ښودل شوې چې که افغانستان کې بې‌وزلۍ او نا انډولۍ ته پاملرنه ونه‎شي نو د دې امکان شته چې د تېرو ۱۵ کلونو لاسته راوړنې له خطر سره مخ شي.

خو د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند امید میثم وايي چې حکومت د خلکو د ژوند د ښه کېدو ژمنه کړې او دې برخه کې بېلابېلې برنامې پلې شوي دي.

د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

نوموړی وايي:

"یو بحث دا دی چې اصلاحات رامنځ ته شوي چې په عمومي وضعیت تأثیر لري، دوهم د خصوصي سکټور پیاوړتیا ده چې همدا اوس جریان لري او درېیم د شهروندۍ میثاق پیل شو چې کاري فرصتونه برابروي."

د نړیوال بانک دې راپور کې راغلي چې د افغان حکومت له مبارزې سره-سره د بې‎وزلۍ کچه ۳۹ سلنه لوړه ده.

دا راپور په افغانستان کې د نړیوال بانک د رئیس شوبهم چوهدري په قول لیکل شوی او په وینا يې د افغانانو د اقتصادي پراختیا په هدف هڅې باید دوه چنده شي.

د نفوسو د زیاتېدو د کنټرول او د دولت د پلان نه‌موجودیت، بې‌سوادي، ناامني، داخلي کشکمشونه او بې‌روزګاري هغه عوامل دي چې له امله‌يې د بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې ده.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې اوس‌مهال په افغانستان کې ۱ عشاریه ۹ میلیونه وګړي مطلق بې‌روزګاره دي.

د چارو کارپوهان وايي، که د پانګونې ډېرېدل او بهرنۍ مرستې له یوې خوا د اقتصادي پراختیا سبب شوي خو د بې‌روزګارۍ د کچې په ټیټوالي کې يې هېڅ ډول رول نه‌درلود.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان هم په حکومت نیوکه کوي چې د بې‌وزلۍ او بې‌روزګارۍ د له‎منځه وړلو لپاره‌يې هېڅ ډول برنامې نه‌دي پلي کړي.

افغان کارپوه سیف‎الدین سیحون

له ډلې يې سیف‎الدین سیحون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دولت د بې‌وزلۍ د له‎منځه وړلو او ټولنیز تأمین ته جدي پاملرنه نه‎لري، نو له دې امله که د بې‌وزلۍ، بې‌روزګارۍ او د اقتصادي ستونزو ګراف لوړېږي نو د دې نظام د تفکر او فلسفې له کبله دی."

ښاغلی سیحون ټینګار کوي چې د خلکو د ژوند د ښه کېدو او د بې‌روزګارۍ د کچې د ټیټوالي په هدف باید دولت بېلابېلې لویې برنامې پلې کړي.

د ده په خبره د اقتصادي نظام تغییر او د کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ د بې‌وزلۍ د کچې په کمولو کې مهم رول لري.

راپور: اکرام‌الله اکرام