ولسي جرګه د کندهار امنیه قوماندان عبدالرازق ته ستاینلیک ورکوي

د افغانستان ولسي جرګه د پاکستاني یرغل پر وړاندې له خپلې خاورې څخه د ښې ساتنې او دفاع په خاطر د کندهار امنیه قوماندان ته ستاینلیک ورکوي.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د جنرال عبدالرازق پر وخت اقدامات وستایل او هغه‌يې د تقدیر وړ وباله.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"عبدالرازق یو رښتینی جنرال او با همته قوماندان دی، د هغه په شتون کې د جنوب زون حوزه باامنه ده، عبدالرازق د پاکستان د بربنډ یرغل پر وړاندې له خپلې خاورې په مېړانه او قاطعیت سره دفاع وکړه، هغه د دې وړ دی چې د ولسي جرګې له‎خوا وستایل شي."

د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې عمومي غونډه کې له افغان حکومته وغوښتل چې سپین‌بولدک ولسوالۍ کې له پاکستان سره د ډيورند کرښې په اوږدو کې د راولاړو شویو ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وړاندې کړي.

افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو د تېرې جمعې په ورځ په سپین‎بولدک ولسوالۍ کې د ډېورند کرښې په اوږدو کې په خپلو کې نښته وکړه چې دواړو لورو ته په‌کې مرګ ژوبله هم واوښته.