روغتیا وزارت: ۱۳۹۵ کال کې ټرافیکي پېښو له ۸۰۰ ډېر کسان وژلي

په افغانستان کې د سړکونو د خوندیتوب نړیواله اوونۍ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د دغه هېواد اکثره لویې لارې او سړکونه معیاري نه‎دي او ټرافیکي پېښې په‌کې ډېرې کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پالېسۍ مرستیال ډاکتر احمد جان نعیم د دوشنبې په ورځ افغانستان کې د سړکونو د خوندیتوب د نړیوالې اوونۍ په لمانځ‌غونډه کې وویل، د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ټرافیکي پېښو له امله له ۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۵۵ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه‌شان وویل چې د سړک خوندیتوب د نړیوالې اوونۍ لمانځ‌غونډې نه هدف د عامه پوهاوي د پروګرام پیل دی څو خلکو ته د سړکونو د خوندیتوب د اهمیت په اړه معلومات ورکړل شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پالېسۍ مرستیال ډاکتر احمد جان نعیم

ښاغلي نعیم زیاته کړه:

"د نن ورځې غونډه د سړکونو د خوندیتوب د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي د یوه پروګرام پیل دی چې دا پروګرام به د هېواد بېلابېلو برخو کې پلی کېږي، موږ له ټولو رسنیو غوښتنه کوو چې د سړکونو او واټونو د خوندیتوب لپاره د عامه پوهاوي د ځانګړو پروګرامونو له لارې د عامو خلکو د ذهنونو په روښانه کولو کې له موږ سره مرسته وکړي."

د چارواکو په وینا د موټر چلولو پر مهال د موبایل کارول، د سړکونو خرابوالی، د کمربند نه‌کارول، زیات سرعت، په غیر قانوني ډول د موټرو چلولو د جواز اخیستل، د موټر چلولو پر مهال د مخدره موادو کارول د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو مهم عوامل یادېږي.

په دغې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو د عمومي ریاست یو مسؤل عبدالودود خیرخواه وویل چې د روان لمریز کال په تېرو نېږدې دوو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه شااوخوا ۲۵۰ ټرافیکي پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.

نوموړی وايي:

"په روان لمریز کال کې موږ تقریباً ۲۵۰ ټرافیکي پېښې ثبت کړي دي چې له دې جملې ۸۴ کسان وژل شوي،۱۵۱ ټپيان او ۱۵ مالي زیاني پېښې دي."

په ورته وخت کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت یوه مسؤل محمدالله رادمنش د دوشنبې ورځې په‎دې غونډه کې وویل چې د بار وړونکو نقلیه وسایطو د ټولنو مسؤلینو او موټر چلوونکو ته په کار ده چې د سړکونو او واټونو د خوندیتوب لپاره قوانین مراعات کړي.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"کوم بار وړونکي او مسافر وړونکي وسایط چې کله هېواد ته راوړل کېږي د مالکانو له‌خوا یې د ډېر بار د انتقالولو په مقصد جوړېږي یا د ډبل سازۍ سپارښتنه کېږي چې دا کار د سړکونو خوندیتوب ته سخت زیان اړوي او د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو لامل کېږي."

د راپورونو له مخې افغانستان کې د ناامنیو او جنګونو وروسته، ټرافیکي پېښې بل عمده لامل دی چې ډېر خلک په‌کې وژل کېږي.

په ورته وخت کې بیا د نقلیه وسایطو د شرکتونو مسؤلین وايي، که معیاري سړکونه موجود وي او د اړوند ارګانونو له‎خوا ورته خدمتونه برابر شي، په لویو لارو کې به تر ډېره د ټرافیکي او داسې نورو خطرناکو پېښو مخه ونیول شي.

راپور: ناجیه ساپۍ