د ایران لوی درستیز: پاکستان دې د سُني وسله‌والو مخه ونیسي

ايران پاکستان ته خبردارى ورکړ چې که اسلام‌اباد د هغو سُني وسله‎والو پر ضد چې له پاکستانه بهر بریدونه کوي، اقدام ونه‌کړي، نو تهران به د دغو وسله‎والو مرکزونه په پاکستان کې په نښه کړي.

د ايران دولتي رسنۍ د لوى درستيز محمد حسين باقري په حواله راپور ورکړى چې نن د دوشنبې په ورځ‌يې ويلي:

"تهران تمه لري چې پاکستاني چارواکي به خپل سرحدونه کنټرول کړي، ترورېستان به ونيسي او د دوى مرکزونه به وتړي."

ده زياته کړه:

"که ترورېستي بريدونه دوام وکړي، موږ به د دوى مرکزونه او پناه ځايونه چې هر ځاى وي، په نښه کړو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره مياشت د ايران ۱۰ سرحدي ساتونکي په هغه برید کې ووژل شول چې جيش‎العدل سُني سخت دريځې ډلې يې مسؤليت واخیست.

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د تېرې چهارشنبې په ورځ اسلام‌اباد ته سفر وکړ چې پر سرحدي امنيت‌یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.

پاکستان ايران ته ډاډ ورکړى و چې پر سرحد به خپل اضافي پوځيان ځاى پر ځاى کړي.

د دواړو هېوادونو تر منځ سرحد له اوږدې مودې راهيسې د مخدره موادو د قاچاقچيانو او هغو سخت‎دريځو له‌خوا کارل شوى چې له ايراني ځواکونو سره‌يې وخت ناوخت نښتې هم کړې دي.