ولایتي شورا: د بلخ سیمه‌ییز حکومت د کوکنارو د کښت مخنیوی نه‌دی کړی

د بلخ د ولایتي شورا استازي شکایت کوي چې دغه ولایت کې د محلي حکومت د ناپامۍ له امله د کوکنارو کښت زیات شوی دی.

د بلخ د ولایتي شورا غړي ابراهیم خیراندېش ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په ډېر شمېر ولسوالیو کې د بلخ ولایت زورواکو او ناقانونه وسله‎والو په زرګونه جریبه ځمکه کې کوکنار کرلي او اوس ترې حاصل اخلي.

ښاغلي خیراندېش وویل چې په دهدادي، چمتال، شولګره او یو شمېر نورو ولسوالیو کې همدا مهال زرګونه کسان د کوکنارو په نېشتر وهلو بوخت دي او دولت‌یې په وړاندې هېڅ ډول عکس‎العمل نه‌دی ښودلی او نه‌یې مخه نیولې ده.

د بلخ د ولایتي شورا غړی ابراهیم خیراندېش

ښاغلي خیراندېش زیاته کړه:

"بلخ کې د کوکنارو د کښت زیاتوالی د محلي حکومت د نه‌پاملرنې له امله دی، په دغه ولایت کې ۱۴۰ زره راجسټر شوي معتادین او له ۲۰۰ زرو څخه زیات ناراجسټر شوي معتادین شته چې د مخدره توکو استفاده‌یې زیاته کړې او له درکه‌یې پلورونکو ته هم زیاته ګټه ورسېږي، نو په همدې دلیل‌یې کښت زیات شوی دی."

په همدې حال کې د بلخ اوسېدونکي هم تائیدوي چې نسبتاً بل هر وخت ته‌یې په سیمه کې د کوکنارو کښت زیات شوی او اکثر دا کوکنار د محلي زورواکو له‌خوا کرل شوي دي.

د بلخ ولایت اوسېدونکی تبریز محرابي یې په اړه داسې وايي:

"په مختلفو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي او په امنو سیمو کې لکه خلم، دهدادي، چارکنټ او مارمل کې هم په سلګونه جریبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي چې دولت‌یې باید مخنیوی وکړي."

همداراز د بلخ ولایت د سکټوري څانګې مشر ذبیح‎الله اختري وايي چې دغه ولایت کې د کوکنارو د کروندو د اړولو لپاره یو کمېسیون جوړ شوی چې په‌کې اداري او امنیتي څانګې په ګډه کار کوي.

ښاغلي اختري وویل:

"یو کمېسیون جوړ شوی چې په‌کې پولیس، اردو او په ولسوالیو کې هم مربوطه مسؤلین ونډه لري او دا د کوکنارو د ختمولو کمپاین به ډېر ژر له چهاربولک او چمتال ولسوالیو څخه پیل شي."

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې بلخ کې د کوکنارو کرکېله صفر ته راټيټه شوې وه، خو د ګاونډيو ولایتونو په پرتله بلخ کې د کوکنارو کښت په کراتو زیات ښکاري.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی