د متشبثینو بورډ وایي د سپین‌بولدک لار دې ژر پرانیستل شي

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، له افغان حکومته غواړي چې د کندهار د سپین‌بولدک لار ژر تر ژره د افغان سوداګرو پر مخ پرانیزي.

د دغه بورډ رئیس رحم‎الدین حاجي اغا د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغې لار د تړلو له امله افغان سوداګر هره ورځ په لکونه افغانۍ زیان ویني.

نوموړی وایي چې اوس‌مهال څه باندې ۲۰۰ بار وړونکي موتړونه پر دغه لار بند پاتې دي چې له پولې هاخوا واوړي او د افغان سوداګرو مالونه انتقال کړي.

د چمن او سپین‎بولدک تر منځ د ډیورند پر کرښه د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو تر منځ د جمعې په سهار وسله‎واله نښته وشوه چې له امله‌یې دغه لار تړل شوې ده.