غني: فساد سره د مبارزې د ادارو ډېروالي دغه مبارزه ټکنۍ کړې

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د اداري فساد سره د مبارزې د ادارو ډېروالي د دغې پدیدې په وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې ده.

ښاغلي غني د فساد د فرهنګ پر ضد د اروپايې ټولنې درېیم کلني کنفرانس ته په خبرو کې وویل چې نړیواله ټولنه باید دې برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې پخوا له ګمرکونو پیسې ورکېدلې خو اوس په دې برخه کې کنټرول راغلی.

هغه وویل هغه تړونونه چې د يو لاسه بل لاس ته لوېږي فساد ته زمینه برابروي خو د دغې ستونزې د هواري لپاره يوه پالېسي جوړه شوې چې په پلي کېدو سره به‌یې ډېرې ستونزې هوارې شي.

ولسمشر غني دا هم وویل چې د فساد سره مبارزه یو دروند مسؤلیت دی او نړیواله ټولنه او همکار هېوادونه باید دې برخه کې افغانستان يوازې پرېنه‌ږدي.