لارېنس: امریکا د کندهار ثبات او امن لپاره هڅو ته دوام ورکوي

د امريکا يوه ډیپلومات ويلي، هېواد يې د کندهار د ثبات او امن لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د امريکا د سفارت ځانګړي شارژدافېير هوګو‎ لارېنس "Hugo Llorens " دا څرګندونې نن د یکشنبې په ورځ په کندهار کې له ولايتي چارواکو سره په کتنه کې وکړې.

د امريکا د سفارت په اعلاميه کې ويل شوي چې ښاغلي لارېنس ويلي، د امريکا متحده ايالات کندهار کې د امن د ښه‎والي لپاره د اقتصادي او پراختيايي پروژو ملاتړ کوي.

دغه امريکايي ډیپلومات ويلي چې امريکا له ٢٠١٠ مېلادي کال راهيسې په کندهار کې د بيارغونې پر پروژو ۴۳۶ میليونه ډالر لګولي دي.