بارکزی: د ارزګان ولایت مقام شااوخوا هم د کوکنارو ضد کمپاین نه‌دی پلی شوی

د ارزګان سیمه‎ییز چارواکي ادعا کوي، دې ولایت کې د وسله‎والو طالبانو مالي سرچينې قوي شوي چې په دې سره به د دغه ولایت روانه جګړه نور هم زور واخلي.

د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله دوه برابره د کوکنارو کرکېله زیاته شوې او په خبره‌یې چې حاصل ته هم رسېدلي دي، خو دولت‌يې د له‌منځه وړلو لپاره هېڅ اقدامات هم نه‌دي کړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د وسله‎والو طالبانو یوه لویه مالي سرچینه کوکنار ده چې له همدې لارې خپل عاید لاسته راوړي او په وینا یې چې کوکنار په هغو سیمو کې زیات کرل شوي، کوم چې د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.

د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیرمحمد بارکزی

ښاغلي بارکزي زیاته کړه:

"ټول ارزګان کې دې یو کس ما ته راوښيي چې دولت ورته کوکنار مات کړي وي، د ولایت مقام ودانۍ ته په ۱۰ متري کې کوکنار شته او خلک ورڅخه حاصل ټولوي، دا څه ډول کمپاین دی؟"

له دې سره ارزګان کې مدني فعالان او ځوانان هم ورته څرګندونې لري.

دوی وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې لوی لامل کوکنار دی او دولت‌يې باید د کرلو مخه ونيسي.

یوه تن مدني فعال اسد پښتون او د ځونانو د پارلمان غړي نصیب‎الله وطنوال ازادي راډيو ته وویل:

"دغه ولایت کې وسله‎والو طالبانو په منظم ډول یو تشکیلاتي کمېسيون جوړ کړی چې سیمه کې له کروندګرو څخه تاریاک ټول کړي، هغه یا د زکات په نامه او یا هم د خیرات په نامه چې وروسته‌يې په پیسو پلوري او دغه پيسې بیا نظامي کمېسیونونو ته سپاري او بیا وسلې او مهمات پرې پېري."

دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان ولایت مرستیال والي عبدالواحد پټان څه موده مخکې ازادي راډيو ته وویل چې ارزګان ولایت کې به سږ کال ۸۰۰ هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړي.

ارزګان کې ۸۰۰ هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکېږي

په ورته وخت کې د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب د ولایتي شورا او مدني فعالانو دغه ادعاوې په کلکه ردوي.

نوموړی وايي دغه ولایت کې څه باندې ۲۰۰ هکټاره ځمکه‌ په یو شمېر هغو سیمو کې له کوکنارو پاکه شوې چې په دې وروستیو کې د وسله‎والو طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب

ښاغلي نایاب زیاته کړه:

"موږ دا په کلکه ردوو چې ارزګان کې سږ کال د کوکنارو پر ضد کمپاین نه‌دی شوی، تاسې ته معلومه ده چې ارزګان کې له تېرو نهو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده او د ترینکوټ زیات شمېر سیمې د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې دي."

ښاغلي ناباب دا هم وویل چې دغه ولایت کې یې وسله‎وال طالبان سخت ځپلي او په خبره‌یې چې اوس د پخوا په پرتله د جکړې توان نه‌لري.

راپور: شریف‌الله شرافت