د افغانستان حکومت وايي، د کندز پر قلعهزال ولسوالۍ جنګ روان دی.
یوې سرچینې چې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرطیې تېره شپه ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل چې د ولسوالۍ له ودانۍ او نورو دفترونو خلک وتلي خو وسلهوالو طالبانو نهده نیولې.
د ختیځ افغانستان د پولیسو یوه ویاند محفوظ اکبري روېټرز خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونه له قلعهزاله د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره وتلي دي.
خو روېټرز د وسلهوالو طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد په حواله ویلي چې هغوی د قلعهزال د پولیسو مرکز، د ولسوال دفتر او امنیتي پوستې نیولې دي.
ذبیحالله مجاهد د پولیسو د زیاتو تلفاتو ادعا هم کړې خو د افغانستان حکومتیې ردوي.