د سپین‎بولدک او چمن تر منځ نښتو کې زر کورنۍ بې‌ځایه شوي

رپوټونه وايي چې د سپین‎بولدک او چمن تر منځ، پر ډیورند کرښه د وروستۍ وسله‎والې نښتې له امله لږ تر لږه زر کورنۍ بې‌ځایه شوي دي.

سیمه‌ییزو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې د نظر او لقمان کلیو دې خلکو د سپین‎بولدک په بازار کې پناه اخیستې ده.

په سیمه کې د جمعې پر سهار د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ وسله‎واله نښته وشوه چې ملکي خلک هم په‎کې ووژل او زخمیان شول.

د افغانستان او پاکستان پوځونه وايي چې سیمه کې اوربند دی خو د سپین‎بولدک او چمن لار تړلې ده.

د ازادي راډیو خبریال وايي چې تجارتي مالونه بند دي او په سیمه کې د وړو سوداګرو کارونه په ټپه درېدلي دي.