دفاع وزارت: د کندز قلعه‌زال ولسوالۍ د سقوط اوازې رد کړې

د افغانستان دفاع وزارت د کندز ولایت د قلعۀ‌‎زال ولسوالۍ د سقوط خبر ردوي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولسوالۍ کې افغان ځواکونه موجود دي او دا مهال تصفیوي عملیات روان دي.

تر دې وړاندې د کندز د ولایتي شورا ځینو غړو ویلي چې قلعۀ‎‌زال ولسوالۍ نن سهار سقوط کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ادعا کړې چې د کندز قلعۀ‌‎زال ولسوالي په بشپړه توګه د دوی په کنټرول کې ده؛ خو د افغانستان دفاع وزارت دا ادعا ردوي.