سوریه کې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ نښتې شوي

څارونکي وایي، په سوریه کې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ نن نښتې شوې دي.

دا نښتې لږ وروسته تر دې وشوې چې د روسیې په مشرۍ په سوریه کې خوندي سیمې رامنځته شوې او هلته اوربند وشو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې د سوریې جنګي جېټ الوتکو د سوریې په شمال لوېدیځ ولایت حما کې د الزلاقیه پر کلي بمباري کړې ده او دې سیمې ته نېږدې یې د کفر زیتا او اللاتامنه ښارګوټي په نښه کړي دي.

وروسته تر دې چې پرون له نیمې شپې وروسته اوربند پیل شو، د څارونکو په وینا د حمص په شمال کې د تېر مالا سیمه هم دولتي ځواکونو په توغندي وویشته.