کندهار چارواکي: تر نښتې وورسته پاکستان سره خبرو نتیجه ورنه کړه

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، له پاکستاني لوري سره يې تر پرونۍ نښتې وروسته غونډې نتيجه ورنه کړه.

پرون د سپين بولدک ولسوالۍ او چمن ترمنځ په صفري سيمه کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې تر لسو ساعتونو ډېره موده يې دوام وکړ.

د کندهار د امنيه قوماندان په خبره نښته هغه وخت پيل شوه چې پاکستاني لوري غوښتل د افغانستان د قلمرو په دوو کليو کې سرشمېرنه وکړي.

امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق پرون ناوخته تر نښتې وروسته د پاکستان له ځينو پوځي چارواکو سره په صفري سيمه کې خبرې وکړې.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ سکرټر غورځنګ افريدي تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، پاکستاني لوري پر خپلې غوښتنې ټينګار کاوه.

په پرونۍ نښته کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار امنيه قوماندان وايي، له کرښې دې غاړه په جګړه کې دوه سرحدي پوليس او يوه مېرمن وژل شوي؛ ١١ سرحدي پوليس او ١۴ ملکيان ټپيان دي.