بېدار: د زېباک بېرته نیولو لپاره سخته نښته روانه ده

د بدخشان ولايتي چارواکي وايي، د زېباک ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د دولت وسله والو مخالفینو دغه ولسوالي اته ورځې مخکې د جګړې په نتيجه کې ونيوله.

د بدخشان د والي مرستيال ګل محمد بېدار ازادي راډيو ته وويل، د ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره په جګړه کې مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده:

"شديده جګړه روانه ده، د امنيتي ځواکونو په استازيتوب کومانډو، سرحدي پوليس او ولسي پاڅونوال په همږغۍ سره په ساحه کې شديده جګړه روانه کړې، دښمن ته يې سخت ګوزارونه ورکړي، خو د مرګ ژوبلې دقيق شمېر يې معلوم نه دى."

د والي مرستيال وايي تمه لري چې زېباک به په درېيو- څلورو ورځو کې د دولت له وسله والو مخالفینو ونيول شي.

ګل محمد بيدار وويل چې په بدخشان کې دا مهال شا و خوا ٢٠٠ بهرني وسله وال د مخالفینو په ليکو کې د افغان قواوو پرضد جنګېږي.