د فرانسې ولسمشرۍ انتخاباتو کې ایمانویل ماکرون مخکې دی

په فرانسه کې د ولسمشرۍ انتخاباتو تر دويم پړاو مخکې وروستۍ نظرپوښتنې ښيي چې خپلواک کانديد ايمانوېل ماکرون تر خپلې سيالې ډېر مخکې دى.

په فرانسه کې دغه انتخابات د يکشنبې په ورځ کېږي او پرون د دغو انتخاباتو د کمپاينونو وروستۍ ورځ وه.

د ايفوب فيديسيال (Ifop-Fiducial) ادارې له خوا شوې نظرپوښتنه چې د جمعې په ورځ يې جزئيات خپاره شول، څرګندوي چې ماکرون تر خپلې افراطي ښي اړخې کانديدې مارين لوپين له ٣٧ نيولې تر ٦٣ فيصدو پورې مخکې دى.

وروسته له هغې چې ١٣ ورځې مخکې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې يوه کانديد هم پنځوس فيصده جمع يوه رايې ونه ګټلې، دوه مخکښ کانديدان ماکرون او لوپين دويم پړاو ته ووتل.

دواړو کانديدانو د انتخاباتي مبارزو پر مهال د يو بل په اړه ترخې څرګندونې کړې دي.

ايمانوېل ماکرون د اروپايي ټولنې د غړيتوب پلوي کوي خو مېرمن لوپين چې د اروپايي ټولنې ضد تګلارې لري، د مهاجرت په اړه يې هم دريځ سخت دى.