تورخم کې د پاکستاني ملېشو توغندیزو حملو کې یو تن وژل شوی

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د پاکستاني ځواکونو په توغندیز بریدونو کې دوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور بار وړونکې موټرې سوځېدلي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو پرون ماښام شااوخوا اووه بجې د دې ولایت اړوند پر تورخم ښارګوټې ۷ توغندي را توغولي چې د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي په خبره د دې بریدونو د توغولو له کبله په تورخم ښارګوټي کې څلور بار وړونکي موټرې سوځېدلي او په موټرو کې ناست یو موټر چلوونکی وژل شوی او یو بل ټپي دی.

نوموړی وايي، اوس مهال په سیمه کې وضعیت د ډاډ وړ دی،د تورخم لویه لاره د دواړو لورو مسافرینو د تګ راتګ پرمخ پرانستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سپین بولدک او چمن سره پر پوله د افغان سرتېرو او پاکستاني ملېشو ترمنځ هم نښته شوې چې دواړو خواو ته یې مرګ ژوبلې اړولې.