اوچقون: حکمتیار نشي کولای طالبان سولې ته حاضر کړي

د سولې د عالي شورا یو چارواکی وايي، فکر نه کوي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار به د سولې خبرواترو ته د طالبانو د حاضرولو توان ولري.

ښاغلي حکمتیار پرون په کابل کې په یوه غونډه کې طالبان وروڼه وبلل او له حکومت سره د دې ډلې د سولې د خبرو د منځګړتوب وړاندیز یې وکړ.

د سولې د عالي شورا مرستیال مشر عبدالخبیر اوچقون که څه هم د سولې لپاره د هرراز هڅو هرکلی وکړ خو د ښاغلي حکمتیار د څرګندونو په اړه یې شک څرګند کړ:

"فکر نه کوم هغه ادعا چې ښاغلي حکمتیار د طالبانو په اړه کړې ده، دی به پر دې ډله دومره تسلط ولري چې هغو به د خبرواترو میز ته حاضر کړي."

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په پرونۍ غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه طالبانو ته په خطاب کې وویل، دی به د دې ډلې د مشروع اهدافو د عملي کولو لپاره مبارزه وکړي.

ښاغلي حکمتیار نن جمعه د کابل غازي سټېډیوم کې خپلو زرګونو پلویانو ته وینا کوي.