سوریه کې د امنیتي زون رامنځته کولو موافقه پرون لاسلیک شوه

روسیې، ترکیې او ایران په سوریه کې د امنیتي زون د رامینځ ته کولو په اړه موافقه پرون لاسلیک کړه.

لاسلیک شوې موافقه د سوریې په شمال، مرکز او جنوب کې د کړکېچ د کمولو لپاره د څلورو زونونو د جوړېدو سپارښتنه کوي.

د سوریې لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي الکساندر لاورینتییف «Aleksandr Lavrentyev» پرون وویل چې دا موافقه به د شنبې له ورځې وروسته نافذه وي.

په دې امنیتي زون کې به چې د الوتنو ممنوع ساحه یې یوه برخه ده اوربند نافذ وي، خو دا طرح په هغه غونډه کې چې پرون د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه، د سوریې د اپوزېسیون د پلاوي له خوا رد شوه.

د پلاوي غړو وویل، دوی د سولې هغه پلان نه مني چې د اوربند ضامن یې ایران وي.

د اپوزېسیون استازو همداراز پر روسیې د اعتبار په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، د روسیې د ژمنو او عمل ترمنځ لوی توپیر دی.

د امنیتي زونونو د جوړولو طرح اصلا روسیې د دې لپاره وړاندې کړه چې جګړې ختمې شي او بشري مرستې خلکو ته ورسېږي.

ایران او روسیه د ولسمشر بشاراسد د رژیم ملاتړ کوي.