ټېلرسن: اوسني وخت کې د امریکا او روسیې ترمنځ هېڅ باور نه‎شته

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وویل، په اوسني وخت کې د امریکا او روسیې تر منځ تقریباً هېڅ باور نه‎شته.

ټېلرسن په واشنګټن کې خبري غونډې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، روسیه نن سبا د وسلو د کنټرول د تړون او د اوکراین په بحران کې مرسته نه‎کوي.

ښاغلي ټېلرسن زیاته کړه:

"زموږ د لومړیتوب بل ډول له روسیې سره بیا ارتباط دی. ښکاره ده چې دوی د سوریې په شخړو کې اړخ دي، خو موږ له روسیې سره نور مسایل لرو چې تاسو په اروپا کې ښه پرې خبریاست او د اوکراین وضعیت هم دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د امریکا مبارزه به عراق او سوریه او هر هغه هېواد کې چې هلته د داعش ډله وي، ادامه وکړي.

ټېلرسن وویل چې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د پراختیا لپاره امریکا په پام کې لري چې پر دغه هېواد نوي بندیزونه ولګوي.