د اسد مخالفین استانه کې د سولې خبرو کې ګډون نه‌کوي

د سوریې د ولسمشر بشارالاسد مخالفو وسله‎والو د قزاقستان په مرکز استانه کې د سولې په خبرو کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

د سوریې د ملي ائتلاف ویاند احمد رمضان په یوه بیان کې پرون د سولې د دوه ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ وویل چې د دوی پلاوی په دې خبرو کې د دې لپاره برخه نه‌اخلي چې حکومت له بمباریو لاس نه‎دی اخیستی.

بل لور ته احمد رمضان وویل چې د دوی پلاوی به په استانه کې پاتې شي ترڅو د اوربند پر سرغړونو خبرې وکړي.

د ډسمبر په میاشت کې د روسیې، ایران او ترکیې له لوري په سوریه کې اروبند وشو.

په استانه کې د سولې خبرې د روسیې، ترکیې او ایران په ملاتړ روانې دي.