ټرمپ سپینه ماڼۍ کې محمود عباس سره وکتل

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره وکتل او په منځني ختیځ کې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره‌یې هیله څرګنده کړه.

ولسمشر ټرمپ وویل، دی غواړي چې د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ سوله وشي او زیاته‌یې کړه:

"زه دې ته ژمن یم چې له اسرائیل او فلسطینیانو سره سولې ته د رسېدو لپاره کار وکړم. خو دغه موافقه نه‎شي کېدای چې د امریکا یا یو بل هېواد له‎خوا پر دوی تحمیل شي. فلسطینیان او اسرائیل باید په ګډه کار وکړي تر څو یوې داسې موافقې ته ورسېږي چې په رڼا کې یې د دوی خلک په سوله او سوکالۍ کې ژوند وکړي، عبادت وکړي او هڅې وکړي. خو زه غواړم منځګړیتوب وکړم او د یوه هڅوونکي او د اسانتیا برابرونکي په توګه کار وکړم او موږ به دغه کار بشپړ کړو."

د فلسطینې ادارې مشر محمود عباس هیله څرګنده کړه او ویې‌ویل چې دی باور لري چې دوی کولای شي دغه هڅې بریالۍ کړي.

ښاغلي عباس زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ دې ته متعهد دی چې دغه پروسه یوې نتیجې ته ورسوي.

د فلسطیني ادارې مشر یو ځل بیا د دوو خپلواکو دولتونو د ایجادولو پرحل لارې چې پر اساس به‌یې پولې د ۱۹۶۷ له جګړې مخکې حالات پر اساس ایستل کېږي او او ختیځ بیت‌المقدس به د فلسطین پلازمېنه وي، ټینګار وکړ.