تمه ده د روسیې ولسمشر له خپل ترکي سیال سره وګوري

تمه ده د روسیې ولسمشر نن تورې بحیرې ته څیرمه د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره وګوري.

انټرفکس خبري اژانس دولسمشر پوتین د ویاند دیمتري پسکوف له قوله لیکي چې وایي په دې خبرو کې به د سوریې پر ستونزو بحث وشي.

روسیه او ترکیه چې د سوریې په شخړو کې د دوو مخالفو لورو پلویان دي، له ۲۰۱۵ کال را وروسته چې یوې ترکي جټ الوتکي د سوریې او ترکیې پر پوله د روسیې جنګي الوتکه راوغورځوله، په خپلو کې اړیکي ښې کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په انقرې کې د سوچي تر سفر دمخه خبریالانو ته وویل چې د سوریې د شخړو دیپلوماتیکه حل لاره د انقرې او مسکو ګډ هدف دی.

روسیه، ترکیه او ایران په قزاقستان کې د سوریې د سولې خبرو منځګړیتوب کوي.

روسیه او ایران د سوریې د واکمن رژیم تر ټولو لوی پوځي ملاتړي دي، خو ترکیه بیا د هغو وسله والو مخالفینو پلوي کوي چې غواړي د سوریې د ولسمشر بشارالاسد رژیم له واکه لېري کړي.