غالب: پاکې انرژۍ ته لاس رسی د هېواد اقتصادي پیاوړتیا لوړوي

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال امان الله غالب.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له خصوصي سکټور څخه غواړي چې په هېواد کې د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

یاد وزارت وايي چې پایدارې او پاکې انرژۍ ته لاس رسی د دغه هېواد اقتصادي پیاوړتیا لوړوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال امان الله غالب د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه سمپوزیم کې له خصوصي سکټور څخه وغوښتل چې په هېواد کې د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

ښاغلی غالب وايي، دا وخت ځينې پروژې د انرژۍ تولید ته چمتو دي چې که خصوصي سکټور وغواړي پانګونه پرې کولای شي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ غواړو د پایداره انرژۍ اوونۍ ولمانځو تر څو خلک د انرژۍ څخه د استفادې په فرهنګ پوه او دا چې څرنګه خصوصي سکټور لېواله کړو چې راشي په پروژو کې پانګونه وکړي او پر دې کار وکړو چې خصوصي سکټور څنګه هر ځای ته برېښنا رسولای شي."

د هغه په وینا افغانستان هر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت برېښنا له ګاونډيو هېوادونو اخلي خو د ده په وینا که پانګه وال د هېواد د ننه د انرژۍ د تولید لپاره اقدامات وکړي افغانستان په کور د ننه بسیا کېدای شي.

افغانستان دا وخت د ۲۵۰ میلیونو ډالرو په اندازه برېښنايي انرژي له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه رالېږدوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د انرژۍ د تولید یوه بنسټ ویلي چې افغانستان د ۱۲۲ زره مېګا واټه انرژۍ د تولید وړتیا لري.

دغه بنسټ ویلي چې که په دې برخه کې پانګونه وشي افغانستان د برېښنا د صادرونکي په یوه ستر هېواد بدلیدلای شي.

له دې سره د اوبو او انرژۍ وزارت د دې غوښتنې په ځواب کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې که حکومت د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي دوی چمتو دي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د دې خونې مشر عتیق الله نصرت وايي چې حکومت باید د سوداګرو د هڅونې او مناسبو مقراراتو پالیسی طرح کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"له دې سره چې حکومت په بېلابېلو وختونو کې د انرژۍ په برخه کې خصوصي سکټور د پانګونې غوښتنه کړي خو له بده مرغه تر اوسه قانوني چوکاټ او لازم مقرارات چې دا ډول پانګونې تنظیم او تضمین کړي نشته او د انرژۍ د تولید او وېش لپاره مناسبه فضا لا برابره نه ده."

له دې ټولو سره د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا وايي؛ افغان حکومت په دې لټه کې دی چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګه والو ته د فعالیت غوره زمینې برابرې کړي.

بل خوا د اقتصادي چارو کارپوه سعید قیاس سعیدي وايي چې که حکومت د افغان سوداګرو او پانګه والو ستونزو حل ته پاملرنه وکړي دوی د دې وړتیا لري چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ