دانش: لاهم افغان خبریالان تاوتریخوالي سره مخ دي

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، سره له دې چې د بیان ازادي په افغانستان کې تحقق موندلی خو لا هم افغان خبریالان له تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دي.

ښاغلي دانش چې نن يې په کابل کې د رسنیو د نړیوالې ورځې په مناسبت په يوه خبري ناستې کې خبرې کولې وویل چې حکومت د بیان ازادي ته ژمن دی او په هر قیمت ترې ساتنه کوي.

ښاغلي دانش وویل:

"حکومت د بیان ازادي د ټينګښت او ساتنې لپاره يو لړ کارونه په تېرو دوو کلونو کې ترسره کړي چې څه ناڅه ښې پایلې یې هم لرلې دي."

په ورته وخت کې په کابل کې اروپايي ټولنې هم،د مطبوعاعو نړيوالې ورځې په مناسب ویلي چې افغانستان د سیمې په کچه ازاد او فعاله مطبوعات لري او د جګړې ښکېلې خواوې باید د مطبوعاتو رول او بې پرې والي ته درناوی وکړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی فرانزمایکل میلبن وایی، د رسنیو او بیان د ازادي لپاره د شرایطو برابرولو په هدف افغانستان اوږده لار وهلې او د اطلاعاتو د لاسرسي لپاره يې يو ښه قانون پاس کړی خو دغه قانون باید په ټولو ادارو کې عملي شي.