علمیار: د پټان لارې تړل کېدو سره د توکو بیې لوړې شوي

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې له پاکستان سره د پټان لارې د تړل کېدو له امله په دغه ولایت کې د خوراکي توکو، سبزیو او میوه جاتو بیه څو برابره لوړه شوې ده.

د دغې خونې رئیس نصیر عالمیار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو دومیاشتو راهیسې دغه سوداګریزه لار د نامعلومو دلایلو له مخې تړل شوې ده چې له امله يې څه باندې ۲۰۰ په سوداګریزو توکو بار موټرې درېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا یوه ډېره مهمه ترانزیټي اقتصادي لار ده چې د تړلو له امله یې په پکتیا کې سوداګر له زیاتو ستونزو سره مخ دي او هم تاوان ورسېدلی دی."

نوموړی وایي چې د پټان لار د تړل کېدو مسئله یې په وار وار له مرکزي حکومت سره شریکه کړې خو پاملرنه ورته نه کېږي.

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې د دغې لار د تړل کېدو له امله سوداګر په ورځ کې څه باندې یو میلیون افغاني زیان ویني.