د ارزګان ولایتي شورا وايي دې ولایت کې داعش جلب و جذب پیل کړی

د ارزګان سیمه ییز چارواکې وايي، که مرکزي حکومت د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه ونکړي، ښايي د افغانستان نور با امنه ولایتونه هم د ارزګان په څېر ناامنه شي.

د ارزګان ولایت د ولایتي شورا یوه غړي عبدالکریم خادم‎زوی د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت په خاص ارزګان او شمېر نورو ولسوالیو په ځینو سیمو کې داعش یا د اسلامې دولت وسله‎والو خپلې ډلې ته جلب او جذب پیل کړی.

نوموړی وايي چې د دغه ولایت لپاره د وسله‎والو طالبانو د نومول شوي والي د شېخ په نامه هم له وسله‎والو طالبانو څخه بېل شوی او د داعش یا اسلامي دولت ډلې سره یوځای شوی دی.

ښاغلي خادم‎زوی زیاته کړه:

"دوه کاله مخکې ما د داعش ځينې کسان چې جلب او جذب يي کاوه، په دغه ولایت کې په خپلو سترګو ولیدل چې ارزګان ولایت کې سل په سلو کې امن وو، نو اوس به څنګه راځي چې د ارزګان ۹۰ سلنه خاوره د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې ده."

ښاغلي خادم‎زوی داعش یوه خطرناکه ډله وبلله او له افغان امنیتي ځواکونو څخه يې جدي غوښتنه وکړه چې د داسې ترورېستي ډلو مخه دې ونیسي.

د ارزګان ځايي چارواکي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د ارزګان په ګاونډ زابل کې داعش یا اسلامي دولت ډله له ډېرې مودې راهیسې پراخ حضور لري او دا اندېښنې لا له وړاندې له رسنیو سره شریکې شوي ګنې دغه ډله به په ارزګان ولایت کې هم خپل فعالیتونه پيل کړي.

په ورته وخت کې په دغه ولایت کې د ملي‎ اردو د څلورمې پلې لېوا قوماندان برید جنرال غلام حضرت کاکړ هم د امنيې او وايي چې ځینو استخباراتي معلومات يې ترلاسه کړي؛ خو وايي چې د حضور په اړه یې کره اسناد په لاس کې نه لري.

نوموړی وايي چې د ځپلو لپاره يې پوره چمتوالی لري او هېڅ یوې تروریستي ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې په دغه ولایت کې فعالیت وکړي.

د ملي‎ اردو د څلورمې پلې لېوا قوماندان برید جنرال غلام حضرت کاکړ

ښاغلي کاکړ زیاته کړه:

"موږ هم ځینې اطلاعات او راپورنه ترلاسه کړي؛ خو دقیق معلومات نه لرو، تاسې ګورئ چې موږ همدغه اوس د خالد په نوم پوځي عملیات پیل کړي، هدف يې دا دی چې ترورېستي ډلې وځپو، هغه که هرڅوک وي."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري ازادي راډيو ته په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي وو چې په ارزګان کي د وسله‎والو طالبانو جګړه روسي جنرالان رهبري کوي.

خو له دې ټولو سره-سره د ارزګان یو شمېر اوسېدنکي بیا د دغې ترورېستي ډلو په راپیدا کېدو سره د ارزګان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي.

ځوان او مدني فعال جاوید خپلواک ازادي راډيو ته وویل:

"دا خو موږ پخوا هم ویلې وو چې ارزګان اوس د تروريستي ډلو په مرکز بدل شوی دی، دا ځکه زموږ افغان امنیتي ځواکونه لاس تر زنې ورته ناست دي، زموږ غوښتنه دا ده چې نور ارزګان د اور په لمبو کې مه سوځوئ، عملیات په چټکۍ پرمخ یوسئ."

د یادونې وړه ده چې په دې ورستیو کې امریکا هم په افغانستان کي د داعش یا اسلامې دولت ډلې په وړاندې عملیات پیل کړي چې څه موده وړاندې يې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې تر ټولو لوی غیر‎اټمي بم چې د بمونو مور هم ورته وايي، د داعش پر مرکزونو وغورځاوه.

راپور:شریف الله شرافت