سرچینه: غني د ISI له رئیسه په تُنده لهجه ځینې غوښتنې مطرح کړې

د افغان حکومت یوه سرچینه وايي چې افغان ولسمشر د پاکستان د استخباراتو له رئیس نوید مختار سره په لیدنه کې په تُنده لهجه له هغه ځینې غوښتنې مطرح کړې.

معتبرې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي نن ازادي راډیو ته وویل، افغان ولسمشر له ښاغلي مختار څخه غوښتي چې د ټولو هغه شواهدو او اسنادو په اړه اقدام وکړي چې پخوا پاکستاني چارواکو ته سپارل شوي دي.

د دغې سرچینې په وینا افغان ولسمشر محمد اشرف غني ښاغلي مختار ته ویلي د کندهار د میلمستون د پېښې د عاملینو پر وړاندې چې د کندهار مرستیال والي د متحده عربي اماراتو څو ډيپلوماټان په کې وژل شول اقدام وکړي.

د پاکستان د استخباراتو رئیس نوید مختار تېره ورځ کابل ته راغلی او له افغان ولسمشر سربېره یې له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره ملاقات وکړ.