پاکستاني پوځ د تحریک طالبان پاکستان ۴ وسله وال اعدام کړل

د پاکستان پوځ هغه ۴ وسله وال اعدام کړي چې د دې هېواد پوځي محکمو ورته د مرګ سزا ورکړې وه.

پوځي مقامات وايي چې دغه کسان پر پوځیانو او د امنیتي ادارو پر کارکوونکو په بریدونو، د امنیتي سرتېرو د تښتونې او وژنې او همدارنګه د ملکي کسانو په وژنه کې ککړ و چې د پوځي عدالتونو له‎خوا ورته د مرګ سزا اورول شوې وه.

د پوځ مطبوعاتي څانګې «ISPR» د چهارشنبې په ورځ په یوې خپرې کړې خبر پاڼه کې ویلي چې اعدام شوي وسله وال د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې غړي و او زیاتوي:

"دغه کسان په پاکستان کې په خونړیو ترهګریزو اعمالو کې لاس لاره او د عامو ملکي کسانو په وژنو او پر امنیتي ځواکونو په بریدنو او د هغوی په تښتولو کې کې ککړ و."

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د طالبانو تر برید وروسته چې د ماشومانو او د ښوونځي د استادانو په ګډون په‎کې نېږدې ۱۵۰۰ کسان ووژل شول، په قانون کې یې ترمیم وکړ او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره‌یې پوځي محکمې جوړې کړې.

که څه هم د دغو محکمو دوه کلنه موده د روان کال په جنوري میاشت کې پوره شوه، خو د پاکستان حکومت د دې هېواد له سیاسي ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته یو ځل بیا د دغو محکمو موده د دوو کلونو لپاره وغځوله او د کار کولو اجازه‌یې ورکړه.

دغو محکمو تر جوړېدو وروسته سلګونه وسله والو ته د مرګ سزا ورکړې ده چې د پاکستان حکومت‌ یې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ګټور او مهم ګام بولي.

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې په پوځي محکمو کې د سزا شویو وسله والو د اعدام لړۍ تر هغې وروسته تېزه کړې چې وسله والو ترهګرو د روان کال په فرورۍ میاشت کې د پنجاب صوبې په مرکز لاهور او سند ایالت په سیهون په لعل شهباز قلندر زیارت کې خونړي ځانمرګي بریدونه وکړل.

په دغو بریدونو کې چې تر ۱۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي و پر لعل شهباز قلندر زیارت د برید مسؤلیت داعش وسله والو او د لاهور چاودنې مسؤلیت د تحریک طالبان پاکستان جماعت احرار وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی و.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د پوځ مشر د تېرې میاشت په ۱۹ مه نېټه په لومړي ځل په یو وار د هغو ۳۰ نیول شویو وسله والو د مرګ سزا تائید کړې وه چې پوځي محکمو په مرګ تورن کړي و.

راپور: ذبیح مومند