هېواد: کابل ته د پاکستاني چارواکو منډې رامنډې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو افغانستان ته د پاکستاني پلاوو د راتګ په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په یوه ځانګړي مطلب کې لیکلي، کابل ته د پاکستاني چارواکو منډې رامنډې.

وړاندې په مطلب کې راغلي، په داسې حال کې پاکستاني پلاوي کابل ته راځي چې په دې ورځو کې د پاکستان او افغانستان په اړه د امریکا د نوي حکومت پالیسي اعلانیږي.

د لیکوال په باور، پاکستان هڅه کوي چې امریکا ته وښيي، له افغانستان سره کړیو وعدو ته ژمن دی او په دې سره د امریکا او افغان حکومت په سترګو کې خاورې واچوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپانې لیکلي، د پاکستان د استخباراتو رئیس کابل ته راغلی و او پاکستان هڅه کوي چې د افغان حکومت چارواکو ته فریب ورکړي.

د مطلب د لیکوال د معلوماتو له مخې، کابل ته د پاکستاني پلاوو په پرلپسې تګ راتګ اسلام اباد غواړي کابل او نړۍ ته په ډاګه کړي چې له ترورېزم سره په مبارزه کې له نړیوالې ټولنې کلک ملاتړ کوي.

ورځپاڼه د پاکستاني چارواکو له قوله لیکي، نوید مختار په کابل کې له افغان چارواکو سره له څو ساعته ملاقاتونو وروسته د سې شنبې په ورځ بېرته پاکستان ته ستون شو.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې، ایا کابل ته د پاکستاني پلاوو راتګ به د دواړو هېوادونو کنګل شوې اړیکې بیا ورغوي؟

لیکوال خپلې پوښتنې ته ځواب ویلي او ټینګار کوي چې هغه وخت به دغه اړیکې بېرته سمې شي چې پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې کړې ژمنې عملي کړي او د ترورېزم له ملاتړ څخه لاس واخلي او په خپله خاوره کې د وسله‎والو مرکزونه وتړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د اروپايي ټولنې په حواله لیکلي، فساد وسله‎وال تغذیه کوي او د سولې برخه کې د پرمختګ خنډ ګرځي.

وړاندې په مطلب کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي فرانز مایکل مېلبن له قوله ویل شوي، له فساد سره د مبارزې برخه کې اروپايي ټولنه له افغان دولت او خلکو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.