اردوغان: اروپایي ټولنه دې د ترکېي د ورګډېدو په اړه خبرې وکړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب‎طیب اردوغان پر اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې له دې ټولنې سره دې د ترکیې د یوځای کېدو په تړوا خبرې پیل کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که داسې ونه شي انقره به له دې ټولنې سره د خبرو اترو لپاره نور هېڅ ونه لري او خدای پاماني به ورسره وکړي.

اردوغان دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د اروپايي ټولنې د پراختیا کمېشنر یوهانس‎هان د سې شنبې په ورځ وویل، د اردوغان تر واکمنۍ لاندې ترکیې له اروپايي ټولنې سره یوځای کېدو ته شا کړه.

اردوغان دا څرګندونې په انقره کې په هغو مراسمو کې کولې چې د عدالت او پراختیا د ګوند غړیتوب ته د ده د بیا ورستنېدو په اړه جوړ شوی وو.

رجب‎طیب اردوغان وویل:

"نور پرته له دې چې اروپايي ټولنې ته د ترکیې د شاملېدو په اړه د خبرو اترو فصل پرانیزئ، هغه څه چې تاسو تر اوسه نه دي پیل کړي، بل انتخاب نه شته، که اروپايي ټولنه دا فصل پرانیزي ډېره ښه ده. که نه نو د خدای پامان .. ترکیه د اروپايي ټولنې دروازه ساتونکې نه ده."

بل خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش‎اوغلو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې اردوغان به په بروکسل کې د ناټو د مشرانو د هغې غونډې په څنګ کې له اروپايي مشرانو سره وګوري چې د مې په ۲۴ مه او ۲۵ مه نیټه جوړېږي.