کریملین: د اېټالیا صدراعظم سوچي کې ولادمیر پوتین سره وګوري

کریملین تائید کړې چې د ايټالیا صدراعظم پایولو جینټې‌لوني د مې میاشتې په ۱۷ مه د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر‎پوتین سره ګوري.

د کریملین ویاند ډیمېټري پېسکوف تېره ورځ د دې لیدنې په اړه د اېټالوي رسنیو راپورونه تائید کړل؛ خو د دواړو مشرانو د غونډې د اجنډا په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

ښاغلي جینټې‌لوني د ۲۰۱۶ مېلادي کال په ډېسمبر کې د اېټالیا د لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړې.

ټاکل شوې چې نوموړی به د روسیې له ولسمشر سره تر لیدو وروسته چین ته هم سفر وکړي.

اېټالیا د مې میاشتې په ۲۶مه او ۲۷ مه د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو یا " جي ۷" د غونډې کوربه‎توب کوي.

په دې ډله کې د امریکا متحده ایالات، جاپان، جرمني، برېتانیا، ایټالیا، فرانسه او کاناډا غړیتوب لري.