میاخېل: له پاکستانه د ورځې ۱۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستنېږي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان او ایران څخه د کډوالو راستنېدل زیات شوي او یوازې له پاکستانه د ورځې شا او خوا ۱۵۰۰ افغان کډوال خپل هېواد ته راستنېږي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ‎ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل، تېره اوونۍ تر ۱۹ زره او ۵۰۰ زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

ښاغلي میاخېل وویل:

"تېره اوونۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایرانه د ۱۳۵۲۹ او پاکستان څخه ۶۳۹۵ افغان کډوالو داوطلبانه یا اجباري راستنېدنه ثبت کړې ده، دا کډوال د نیمروز او تورخم له سرحدي لارو افغانستان ته راستانه شوي دي."

د ښاغلي میاخېل په وینا، تمه ده چې پاکستان کې د ښوونځیو په رخصتېدو سره به د هغو کډوالو شمېر د ورځې شا او خوا درې زرو تنو ته ورسېږي چې له دغه هېواده راستنېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال تر یو نیم میلیون زیات افغان کډوال په پاکستان کې د استوګنې په کارتونو ژوند کوي.