د کابل شکر درې د شاه عروس د اوبو بند کارونه بشپړ شول

د کابل په شمال کې د شکر درې ولسوالۍ د شاه‎عروس د اوبو د بند جوړولو کار پرون د سې شنبې په ورځ بشپړ شو.

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د تنظیم عمومي رئیس سلطان محمود محمودي ازادي راډیو ته وویل، دا بند د ۲۰ مېليونه متره‎ مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.

د ښاغلي محمودي په وینا، د اوبو دا بند به یو مېګا واټ برېښنا هم تولید کړای شي.

ښاغلي محمودي وویل:

"د دې بند د ودانولو هدف د شکر درې او خوا او شا سیمو خلکو ته د څښاک د اوبو تأمین او کروندو ته د اوبو رسول دي او دا بند یو مېګا واټ برېښنا هم تولیدوي."

د ښاغلي محمودي په وینا، د شاه‎عروس بند د ۳۰ مېليونه ډالرو په لګښت جوړ شوی او ټاکل شوې چې د روان کال په مني کې به کار پیل کړي.