ولسمشر غني: طالبانو او نورو ترهګرو ته درانه زیانونه اووښتي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، وسله‎والو طالبانو او نورو ترهګرو ته درانه زیانونه اوښتي او په وروستیو میاشتو کې یې یو شمېر قوماندانان هم وژل شوي دي.

دا خبره ولسمشر غني پرون د سې شنبې په ورځ ارګ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازې مېرمن سابین سپارواسر سره په لیدنه کې کړې ده.

د پاکستان او افغانستان لپاره د جرمني ځانګړې استازې له ولسمشر سره په دې لیدنه کې د ترهګرۍ پرضد په مبارزه، د افغانستان د سولې پر هڅو او نورو مسئلو هم خبرې کړي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند دوا خان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل چې مېرمن سپارواسر په دې لیدنه کې د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې وستایلې او د حزب اسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار راتګ یې د همدې هڅو نتیجه وبلله.

د پاکستان او افغانستان لپاره د جرمني ځانګړې استازې همدا راز پرون کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح‎الدین رباني سره هم وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر‌پاڼې کې ویلي چې دواړو لورو د دوه اړخېزو مناسباتو او همکاریو، د تماس بین المللی ډلې د راتلونکې غونډې د جوړولو او د افغانستان د سولې بهیر او له‎دې بهیره د سیمې او د نړۍ د هېوادونو د ملاتړ په هکله خبرې وکړې.