ملي مشارکت: روسیه، ایران او پاکستان افغانستان کې بل ناورین غواړي

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند مسؤلین وايي، روسیه، ایران او پاکستان د يو شمېر داخلي کړیو او افرادو په مرسته غواړي افغانستان کې يو بل ناورین رامنځته کړي.

د دغه ګوند مشر نجیب‌الله کابلي د سې شنبې په ورځ کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل چې دغه درې هېوادونه هېڅکله نه‌غواړي چې افغانستان کې امنیت راشي او افغانان په سوله کې ژوند وکړي.

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند مشر نجیب الله کابلي

نوموړی وايي:

"دغه درې هېوادونه چې هېڅکله نه‌غواړي افغانان په سوله کې ژوند وکړي او ټول قومونه سره لکه وروڼه واوسي او تاسو بیا د هغوی په لمسون کار کوئ، د افغانستان خلک نور تاسو ته دا اجازه نه‌درکوي او که د افغانستان نظام کمزوری کېږي دا د افغانستان د خلکو په خیر نه‎دی."

ښاغلي کابلي وویل، د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو برخه کې د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود او یو شمېر نور په دې برخه کې له یادو هېوادونو سره په همکارۍ تورنوي.

دی وايي، هر هغه څوک چې د اوسني نظام پر وړاندې پاڅون کوي تر شا یې بهرني لاسونه دي.

خو د احمد ضیا مسعود رسنیز سلاکار اثار حکمیي بیا د ښاغلي کابلي دغه څرګندونې غېر مسؤلانه او له حقیقته لیرې ګڼي.

ښاغلي حکیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"غېر مسؤلانه څرګندونې يې مطرح کړي، د ښاغلي احمد ضیا او ملګرو بحث او هڅې له روان ناورینه د افغانستان ژغورل دي، د بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو او همکارۍ د تور مسئله داسې ده چې سیاسي ډلې یې همېشه په یو بل لګوي."

خو له دې ټولو سره-سره يو شمېر افغان کارپوهان بیا په دې باور دي چې روسیه، ایران، پاکستان او د سیمې يو شمېر نور هېوادونه د خپلو ستراتیژیکو ګټو او سیالیو په خاطر په افغانستان کې د جنګ دوام غواړي.

له دې ډلې فیض محمد ځلاند وايي، سره له دې چې افغانان په‎خپله خاوره کې سوله غواړي خو د سیمې هېوادونه د هر سوله‌ییز حرکت په وړاندې خنډونه جوړوي.

فیض محمد ځلاند

ښاغلي ځلاند زیاته کړه:

"د ټولو هيله دا ده چې موږ سوله ولرو خو مګر موږ ګورو چې د هر سوله‌ییز حرکت په وړاندې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه مخالفتونه راولاړېږي او په لوی لاس د جګړې د دوام لپاره دلایل راپيدا کېږي."

ښاغلی ځلاند وايي، افغانستان کې د نیابتي جګړې د ختمولو لپاره په کار ده چې د هر سوله‌ییز حرکت ملاتړ وکړو او وسله‎وال مخالفین د خبرو مېز ته کېنوو.

دی وايي، د نړۍ ټول هېوادونه په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه باید په دې پوه شي چې تر کومه په افغانستان کې امن رانه‎شي دوی هم د سکون ساه نه‎شي اخیستی.

راپور: واصل وصال