د ننګرهار هسکې مېنې کې هوايي برید د داعش سرګروپ وژلی

په ننګرهار کې په هوايي برید کې د داعش د يوه سرګروپ په ګډون شپږ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، نن له غرمې وروسته شااوخوا دوه بجې د هسکې مېنې ولسوالۍ د اغز غونډۍ سيمه کې د بهرنیو ځواکونو بې‌پيلوټه الوتکې پر يوه سراچه ډوله موټر بريد کړی.

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، د دې برید په پایله کې د ايوب په نوم د داعش وسله‌والې ډلې سرګروپ او موټر چلوونکی چې ملکي وګړی دی وژل شوی او څلور نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي، ټپيان د جلال‌اباد حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.