انتخاباتو کمېسیون: نوې ټکنالوژي به د انتخاباتو شفافیت تضمین کړي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل به د راتلونکو انتخاباتو شفافیت تضمین کړي.

د دغه کمېسیون د دارالانشا رئیس امام محمد وریماچ نن د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې د انتخاباتو نېټې په اعلان کې د رامنځته شوي ځنډ په اړه وویل:

"له خیره سره کله چې دا پرېکړه وشي چې له ټکنالوژۍ نه ګټه اخلو او بودجه‌يې ځانګړې شي، نو د ټاکنو نېټه هم ورسره سمه اعلانېږي."

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې له نوې ټکنالوژۍ د استفادې پرېکړه په دې وروستیو کې د ولسمشر غني او د انتخاباتي کمېسیونونو د مشرانو تر منځ په کتنه کې وشوه.

که څه هم ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۴ کال د میزان په میاشت کې ترسره شوي وی خو د بېلابېلو لاملونو له کبله چې مهم هغه‌‌یې ناامني او ټکني انتخاباتي اصلاحت دي دغه لړۍ تر اوسه ځنډېدلې ده.