دفاع وزارت د هلمند کجکي کې د روسي سلاکارانو په اړه څېړنې کوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هلمند کجکي ولسوالۍ کې د روسي مشاورینو د موجودیت په اړه څېړنې کوي.

د دې وزرات ویاند دولت وزیري نن ازادي راډيو ته وویل، له وخته وړاندې ده چې په کجکي کې د روسي مشاورینو موجودیت تائيد او یا رد کړي.

خو وايي چې د حقیقت د موندلو په هدف په دې برخه کې د کشفي ارګانونو څېړنې روانې دي.

ښاغلی وزیري زیاتوي:

"په دې برخه کې دفاع وزارت دقیق کار کوي، که رښتیا هم داسې وي نو تاسې پوهېږئ چې د ډیپلوماتیکو او د نورو ضروري لارو څخه په ګټې اخېستنې افغان حکومت کار کوي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د هلمند د کجکي ولسوال عبدالرازق اخندزاده ویلي چې د ډاکترانو په جامه کې لسګونه روسي مشاورین دغلته وسله‌والو طالبانو ته مشورې ورکوي.

د ده په خبره دا روسي مشاورین د وسله‌والو طالبانو په مجلسونو کې برخه اخلي او دوی ته په دولتي تأسیساتو د حملو د نقشو په اړه مشورې ورکوي.

تر دې دمه روسي مقاماتو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.