د حزب اسلامي د ځینو بندیانو خوشې کېدل د مخالفت له امله وځنډېد

ټاکل شوې وه چې له حزب اسلامي سره د مخکنۍ موافقې له مخې د دې ګوند ۶۹ تنه بندیان خوشې شي خو دا کار د افغان چارواکو او حزب اسلامي تر منځ د مخالفت له کبله وځنډېد.

حزب اسلامي وايي، حکومت په وروستۍ شېبه کې د یو شمېر مهمو بندیانو نومونه د هغو ۶۹ بندیانو له فهرسته وایستل چې د مخکنۍ موافقې له مخې باید خوشې شوي وی.

د حزب اسلامي د دفتر سرپرست مشر نادر افغان چې د دې بندیانو د تسلیمېدو لپاره پلچرخي زندان ته تللی و، خبریالانو ته وویل چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او د دې کمېسیون د مشرې سیما سمر د مداخلې له کبله د ۱۳ بندیانو نومونه له فهرسته وایستل شول.

افغان وویل چې په دې اړه له حکومت سره د دوی خبرې پیل شوې دي.

حزب اسلامي وايي چې د حزب ټول دوه نیم زره غړي د حکومت په زندانونو کې بندیان دي.

د دې ګوند یوه ویاند پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې ټولو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.