امکا کارګرانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو ټینګار کوي

امکا یا د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه کارګرانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو ټینګار کوي.

د کارګر د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت لسګونه دغو کارګرانو نن په کابل کې له یوې سوله‌ییزې مظاهرې وروسته په یوه غونډه کې خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د کارګرانو په استازیتوب د امکا یا د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې مشر عبدالمعروف قادري رسنیو ته وویل چې کارګرانو ته د کار نه‌شتون له وجې په ناوړه وضعیت کې دي.

ښاغلی قادري زیاتوي:

"زموږ غوښتنې دا دي چې اوزګارو کسانو ته کاري زمینې برابرې شي، د کار قانون پلی شي او په ماشومانو له درانو کارونو مخنیوی وشي."

نوموړي همدارنګه وویل، که حکومت د کارګرانو لپاره کاري زمینې برابرې نه‌کړي دغه ستونزه به په یوه لوی ناورین بدله شي.

خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې په ځینو مواردو کې ستونزې شته خو د حل لپاره‌یې هڅې کوي.