سرچینه: غني د حزب اسلامي د ۷۰ بندیانو د خلاصون فرمان لاسلیک کړ

په حکومت کې یوه سرچینه وايي چې افغان ولسمشر د حزب اسلامي د ۷۰ سیاسي بندیانو د خلاصون فرمان لاسلیک کړی.

دغې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر دغه فرمان نن لاسلیک کړی.

دې سرچینې ويلي چې دغه کسان به تر حقوقي او قضايي څېړنو وروسته خوشې کېږي.

ویل کېږي چې حزب اسلامي د ۷ سوه بندیانو د خلاصون لېست افغان حکومت ته سپارلی و خو د دغې حکومتي سرچینې په وینا دغه شرایط یوازې محدود شمېر کسان بشپړولی شي.

د یادونې وړ ده چې د حکومت له زندانونو د حزب د بنديانو خوشې کول له ګلبدین حکمتیار سره د حکومت د سولې د موافقې مهمه برخه وه.