ابراهیمي: روانو حساسو شرایطو کې دې ملي یووالي ته کار وشي

د ولسي جرګې مشر له ټولو افغانانو په ځانګړي ډول له سیاسي ګوندونو مدني فعالانو او حکومتي چارواکو وغوښتل چې د هېواد په روانو حساسو شرایطو کې ملي یووالي ته کار وکړي.

عبدالرووف ابراهیمي نن په عمومي غونده کې وویل، تېرو تجربو ثابته کړې چې قوم، ژبې، سمت او ګوندونو ته کار کول ناوړې پایلې لري.

نوموړي دغه شان ټينګار وکړ چې باید ملت جوړونې ته کار وشي.

ښاغلي ابراهیمي دا خبرې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د وروستیو څرګندونو په تړاو د وکیلانو تر خبرو بحثونو وروسته وکړي.

ځينو وکیلانو په عمومي جلسه کې وویل چې د ښاغلي حکمتیار ځینې خبرې هېله بخښونکي خو ځينې یې له روانو شرایطو سره په ټکر کې دي.