کندز کې د روان کال جګړو څه باندې زر کورنۍ بې‌ځایه کړي

د کندز ولایتي شورا وايي چې دې ولایت کې په روان کال کې د جګړو او ناامنیو له کبله څه باندې ۱۰۰۰ کورنۍ د کندز ښار اړوند سیمو څخه له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه شوي دي.

دغه کورنۍ په داسې حال کې له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه کېږي چې دوه اوونۍ کېږي د دې ولایت د ښار اړوند څنډو کې افغان امنیتي ځواکونو د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو په هدف د پامیر"۱" په نوم تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي

د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تر اوسه داسې عملیاتونه هم نه‎دي شوي چې د کندز شااوخوا سیمې له طالبانو تصفیه کړي، څو خلک بېرته خپلو سیمو ته ولاړ شي همدارنګه داسې اړینې مرستې هم له بې‌ځایه شویو کورنیو سره نه‎دي شوي."

ښاغلی ولي زیاتوي چې دوی له روانو عملیاتو څخه راضي نه‎دي، ځکه له درې کالو راهیسې په دې ولایت کې په بېلابېلو نومونو پوځي عملیاتونه ترسره شوي، خو تر اوسه بې‌ځایه شویو کورنیو ته د بېرته تګ زمینه نه‌ده برابره شوې.

دا چې بې‌ځایه شوې کورنۍ اوس‌مهال له څه ډول ستونزو سره مخ دي، دوو تنو یې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"شیر ګل یم، موږ د دې جګړه مارانو له لاسه در په دره شوي یو، هرڅه مو له لاسه ورکړي او تر اوسه له موږ سره چا مرسته هم نه‎ده کړې."

"سربلند یم، له اتمانزویو راکډه شوی یم، یو اندازه مرسته راسره شوې، خو بسنه نه‎کوي."

دغه بې‌ځایه شوي خلک له دولته غواړي څو د دوی سیمې د وسله‌والو طالبانو له شتونه تصفیه کړي چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي او له خپلو کرنیزو ځمکو څخه په ښه توګه څارنه وکړي.

په همدې حال کې د کندز د ګډونوالو او راستنېدونکو چارو رئیس عبدالسلام هاشمي بیا وايي:

"د جګړو له کبله څه باندې ۸۰۰ کورنۍ سږ کال د کندز له بېلابېلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي او تر اوسه موږ پر څه باندې ۸۰ کورنیو باندې مرستې وېشلي او د بې‌ځایه شویو کورنیو سروې هم جریان لري."

بل‌خوا د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سفر محمد اکبري بیا وايي چې د روانو عملیاتو په پایله کې دوی درې کلي د طالبانو له شتونه تصفیه کړي او لا هم په سیمه کې عملیات دوام لري.

د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سفر محمد اکبري

نوموړی وايي:

"تاسې شاهد یاست چې پنجشیري قُشلاق، د قوماندان سردار او د فیض محمد کلی د دښمن له وجوده تصفیه شوي او عملیات لاهم جریان لري او زموږ ځواکونو د پر مخ تګ په حال کې دي."

د یادونې وړ ده چې دغه کورنۍ د کندز ښار اړوند کلیو لکه د الچین، حضرت سلطان، تلوکه، ورته بلاقي، عربان، چپرمه، خواجه‌ پاک، پنجشیری ‌قشلاق، اتمانزی او د ملا سردار سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي او اوس‌مهال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

راپور: اجمل ارین