ارزګان کې خلک وايي د هاوان مرمۍ په لګېدو یوه ښځه وژل شوې

ارزګان کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله یوه ښځه وژل شوې او څلور ملکیان ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ یوه قومي مشر د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د هاوان دغه مرمۍ تېره ورځ ناوخته د چورې ولسوالۍ په کونج کلي کې پر یوه کور لګېدلې ده.

نوموړي وویل، تر اوسه دا معلومه نه‌ده چې د هاوان دغه مرمۍ د چا له‎خوا توغول شوې ده، خو تېره شپه په یوه ورته پېښه کې د ملي اردو له لوري توغول شوی هاوان پر یوه کور لګېدلی چې له امله‌يې یو ماشوم او یو د پاخه عمر لرونکی کس ټپیان شوي دي.

د ارزګان د ولایتي روغتون مسؤلين وايي چې په ټپیانو کې د یوه روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

د ملي اردو د څلورمې پلې لوا مسؤلين د دواړو پېښو په اړه ناخبري ښيي او وسله‎والو طالبانو هم په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۵ ښځې او ماشومان ټپيان شوي وو.