ننګرهار چارواکي: چپرهار کې بې‌پيلوټه الوتکې ۸ داعشیان وژلي

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې‎پیلوټه الوتکې پر داعش وسله‎والو هوايي برید کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي نن دوشنبه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وويل چې په دغه برید کې ۸ داعش وسله‎وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه‌شان وویل، تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله‎والو تر منځ هم نښته شوې چې د خوګياڼي په خبره د دغو ‌‌‌‌‌‌ډلو په خپلمنځي نښتو کې ۲۱ طالبان او ۷ داعش وسله‎وال وژل شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي، د دغو ‌‌‌‌‌‌ډلو په بریدونو کې یوه نجلۍ وژل شوې او ۸ تنه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د سیمې د خلکو په وینا، داعش وسله‌والو پرون د دې ولسوالۍ ځينې سیمې نیولي او د عامو خلکو ۷ کورونه‌يې سوځولي دي.

خو تر اوسه وسله‎والو مخالفانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.