ملي ارمان: حکمتیار تر پخوا له سخت ازمون سره مخ دی

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په ننګرهار کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د تېرې ورځې د څرګندونو په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د نوموړي د تېرې ورځې څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي چې حکمتیار اوس تر بل هرچا د طالبانو د یو ستر مخالف په توګه راڅرګند شوی دی.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، د حکمتیار دا دریځ هغه هیلې تر خاورو لاندې کړې چې نوموړی به طالبان سولې ته وهڅوي او یا به منځګړیتوب وکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، اوس د طالبانو په وړاندې د حکمتیار، عبدالرب رسول سیاف او د ملي وحدت حکومت دریځونه یو شان دي.

په سرمقاله کې راغلي چې ښاغلی حکمتیار دې د طالبانو د تورونو په وړاندې غبرګون نه ښيي بلکې د ولس د راټولولو او د افغانستان د ژغورنې لپاره دې هڅه او کار وکړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د ننګرهار غونډه کې چې د حزب اسلامي مشر ته د حکومتي ښه راغلاست غونډه وه د افغان ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش خبرې راخیستې دي.

هېواد لیکلي چې ښاغلي دانش په دغه غونده کې خوښي څرګنده کړې چې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنخ د سولې تفاهم لیک بریالی شو او د نوموړي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ته یې ښه راغلاست وویلو.

په مطلب کې راغلي چې ښاغلي دانش ویلي، د دې تفاهم لیک پلي کېدل اسان کار نه و او په افغانستان کې دننه او بهر یو شمېر کسان وو چې د یاد بهیر پرمختګ یې نه غوښت.

په مطلب کې دا هم راغلي چې ښاغلي دانش د حزب اسلامي له مشر غوښتي چې یو بل ته باید لاسونه ورکړو او افغانستان ته تل پاتې سوله راولو.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د حزب اسلامي مشر تر شل کلن غیابت وروسته اوس دروند مسؤلیت لري او کولای شو ووایو چې تر پخوا له سخت ازمون سره مخ دی.

په مطلب کې راغلي چې دا راڅرګندېدل تر څلویښتو کلونو جګړې او شل کاله غیابت وروسته د ښاغلي حکمتیار نبوغ او سیاست نندارې ته وړاندې کوي.

د مطلب لیکوال لیکلي، که د حزب اسلامي مشر له دغه ازمون بریالي ووځي ښه تر ښه که نه نو غیابت یې ځکه ښه و چې خلاص موټی یې چا نه و لیدلی.

په مطلب کې راغلي چې د حکمتیار وروستیو خبرو وښوده چې نوموړي فکري انعطاف پذیري منلې او په یو لوی دیني فکر رامخته شوی چې ټولو افغانانو تهد دین، مذهب او بېلابېلو باورونو پرته مساوي حق غواړي.