واشنګټن پوسټ پر سیاسي ډګر د حکمتیار د ورګډېډو مسئلې ته کتنه کړې

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان پر سیاسي ډګر د ګلبدین حکمتیار د بیا ورګډېډو مسئلې ته کتنه کړې ده.

واشنګټن پوسټ لیکي، ګلبدین حکمتیار له شاوخوا دوه لسیزو پټ ژوند وروسته د شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره په عام محضرکې را ښکاره شو او له وسله‎والو مخالفینو یې وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي او له دغې بې معنې جګړې لاس واخلي.

ورځپاڼه په لغمان کې یوې غونډې ته د ښاغلي حکمتیار خبرو ته اشاره کوي او لیکي: هغه په خپلو خبرو کې ټول سیاسي ګوندونه روغې جوړې ته را وبلل او ویې ویل چې ټول باید کوښښ وکړي چې بدلونونه له وینې توئیدو پرته رامنځ ته شي.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه د حکمتیار راتګ د سولې د هڅو په برخه کې د افغانستان د حکومت یوه مهمه لاس ته راوړنه ده چې ورته سخته اړتیا یې درلوده.

کابل په تېر مني کې سولې ته د طالبانو د هڅولو په هیله له ښاغلي حکمتیار سره سوله وکړه.

واشنګټن پوسټ د حکمتیار د راتګ په اړه د افغانستان د جمهوري ریاست خبرپاڼې ته اشاره کړې چې هغه ته یې د هرکلي په ترڅ کې خپره کړې او ویلي یې دي چې له حزب‎اسلامي سره د سولې موافقه ښیي چې افغانان دا وړتیا لري چې د خبرو اترو له لارې لانجې هوارې کړي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

په داسې حال کې چې حکمتیار د روغې جوړې غوښتنه کوي طالبانو هغه یو جنایت کار او اسلام ته خاین بللی او له حکومت سره ېې د هغه د سولې موافقه غندلې ده.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه که څه هم طالبان او حزب‎اسلامي د حکومت په وړاندې جنګېدل خو هېڅکله هم متحد نه ول او په ځینو سیمو کې یې د قدرت پرسر په خپلو منځو کې هم نښتې کړې دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

داسې اندیښنې هم شته چې په کابل او نورو سیمو کې د ګلبدین حکمتیار حضور ښایي د افغانستان پر نازک سیاسي وضعیت یوبل زیان رسونکی عامل ور زیات کړي.

په کابل کې یو شمېر کسان چې له هغه د یوه بې رحمه جګړه مار تصویر په ذهن کې لري، وایي هغه د ۱۹۹۰ لسیزې په کورنۍ جګړو کې د کابل څو سیمې ورانې کړي.

په داسې حال کې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ښاغلي حکمتیار بېرته راتګ څیړلی، امریکایي بلې نیویارک ټایمز ورځپاڼې افغانستان ته د نورو امریکایي سرتېرو استولو ته تردې سرلیک لاندې چې امریکایي سرتېري هغې دندې ته چې دوی فکرکاوه پای ته رسیدلې، بېرته هلمند ته استول کېږي، کتنه کړې او لیکي، د امریکایي ځواکونو قوماندان مخکې تر دې چې وروستي سرتېري په ۲۰۱۴ کال له هلمنده ووځي، په دې اړه یوڅه هیله بخښونکې څرګندونې کړې وې.

جنرال دانیال دی یو هغه وخت ویلي و چې امریکایي سرتېرو خپل ماموریت بشپړ کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي:

هغو شل زره امریکایي سرتېرو چې هلمند ته د سختو جګړو په اوج کې استول شوي و، له یو شمېر ولسوالیو وسله‎وال طالبان لېرې کړل.

خو کله چې دغه سرتېري له هلمنده ووتل او مسؤلیت افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شو، طالبانو خپلو فشارونو ته بیا زور ورکړ، د افغان ځواکونو تلفات زیات شول او وسله‎والو طالبانو څو سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

نیویارک ټایمز لیکي:

د تېرې شنبې په ورځ درې سوه امریکایي سرتېري بیا هلمند ته ورسېدل او یو ځل بیا یې په شورآب اډه کې خپل بیرغ پورته کړ.

د ورځپاڼې په وینا د دغو سرتېرو ماموریت سخت دی.

دوی باید له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي او هغوی وروزي چې له دې ولایته دفاع وکړي.