نن دوشنبه د مې لومړۍ نېټه د کارګر نړیواله ورځ لمانځل کېږي

په افغانستان او د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې نن دوشنبه چې د مې میاشتې له لومړۍ نېټې سره برابره ده، د کارګر نړیواله ورځ لمانځل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې زیات کارګران د نورو ستونزو تر منځ له کمې تنخواه، د کار د ناوړه شرایطو او روغتیايي امکاناتو له محدودیته شکایت لري.

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه وايي چې حکومت د کارونو زیاتولو او د کار شرایطو ښه کولو ته ډېره کمه پاملرنه کړې ده.

خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې په ځیني مواردو کې ستونزې شته خو د حل لپاره‌یې هڅې کوي.